د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» وايي، په ٢٠٢۴ کال کې د بودیجې کمښت به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو بهیر له ګواښ سره مخامخ کړي.
اوچا وايي، د روان میلادي کال د بودیجې کمښت به په افغانستان کې د سرپناه، روغتیا او خوړو خونديتوب او زدهکړو په برخو کې د مرستو د درېدو لامل شي.
د اوچا په تازه راپور کې راغلي، چې لرې پرتو سیمو ته د مرستو رسولو، ټرانسپورټ او د مرستو د وېش له پاره اضافي بودجې ته هم اړتيا ډېره ده.
دغه اداره اندېښنه ښيي چې که غوښتل شوې مرستې ترلاسه نه کړي؛ نو ډېر افغانان په تېره بیا ښځې او ماشومان به د سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شي.
خبرياله: حبیبه صها




