کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اوچا: کابل کې د سختو زلزلو د رامنځته کېدو خطر موجود دی

کابل (کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" راپور ورکړی، چې د افغانستان پایتخت د یاد هېواد تر بل هر ښار ډېر د زلزلو له ګواښ سره مخ ښار دی. اوچا پخپل تازه راپور کې، چې پرون ورځ "چهارشنبه، د سرطان ۲۵مه" خپور شوی ویلي، افغانستان د خپل جغرافیاوې موقیعیت له مخې د یوریشیا، هند او عربستان هېوا…

2025-07-16 23:51 229۲ دقیقې لوستل
اوچا: کابل کې د سختو زلزلو د رامنځته کېدو خطر موجود دی

کابل (کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" راپور ورکړی، چې د افغانستان پایتخت د یاد هېواد تر بل هر ښار ډېر د زلزلو له ګواښ سره مخ ښار دی.

اوچا پخپل تازه راپور کې، چې پرون ورځ "چهارشنبه، د سرطان ۲۵مه" خپور شوی ویلي، افغانستان د خپل جغرافیاوې موقیعیت له مخې د یوریشیا، هند او عربستان هېوادونو د ټکټونیکي صفحو د ټکر په سیمه کې موقیعیت لري، چې له همدې امله به په دوامداره توګه د زلزلو له خطر سره مخ شي.

راپور کې راغلي، کابل ښار کې د نفوسو ډېروالی، بې پلانه ښاري پراختیا او د غیر معیاري ودانیو شتون د زلزلو له امله د ډېر خطر د رامنځته کېدو وېره ډېره کړې ده.

د اوچاد راپور له مخې، د هېواد چمن، هریرود، مرکزي بدخشان او له بدخشان سره تړلې درواز سیمې له هغه زلزله ایزو سیمو څخه دي، چې له ۷-۸ ریښتره د زلزلې رامنځته کېدل پکې امکان لري.

د دغه دفتر په راپور کې راغلي، نه یواځې کابل بلکې؛ له کابل ورهاخوا د جلال اباد په ګډون بدخشان او هرات ښارونه او په ځانګړې توګه د هرات ښار چې په ۲۰۲۳ کال کې ورته د ریښتر په کچه ۶,۳ درجې زلزلې پراخ زیانونه اړولي وو.

دغه دفتر وړاندې لیکلي، تېرو لسو کلونو کې د زلزلو له امله افغانستان کې له شپږ سوه زرو ډېر افغانان زیانمن شوي او په منځني ډول هر کال د زلزلو له امله هېواد کې ۱۸۸ تنه مړه شوي دي.

اوچا پخپل دې راپور کې په ۲۰۲۲ کال کې د پکتیا او خوست هغو زلزلو ته اشاره کړې، چې له امله یې له ۱۰۰۰ ډېر افغانان مړه او ۱۵ سوه نور ټپیان شوي وو.

د نلکرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي، چې تازه د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان ویلي، د افغانستان ۱۹ ولایتونه له سختې وچکالۍ سره مخ شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب