کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اوچا: ۲۰۲۶ کال کې به د هېواد شاو خوا نیمایې وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري

ڪابل (ڪوه نور، ۱۰ جدي ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "OCHA" ویلي، ۲۰۲۶ کال کې به لږ تر لږه ۲۱.۹ میلونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې دا شمېر شاوخوا د هېواد نیمایي وګړي جوړوي. د اوچا د راپور له مخې، دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې د اړتیا لرونکو په پرتله یو څه کم شوی؛ خو بیا هم بشري حالت شدید پاتې دی. د OC…

2025-12-30 23:54 124۱ دقیقې لوستل
اوچا: ۲۰۲۶ کال کې به د هېواد شاو خوا نیمایې وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري

ڪابل (ڪوه نور، ۱۰ جدي ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "OCHA" ویلي، ۲۰۲۶ کال کې به لږ تر لږه ۲۱.۹ میلونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې دا شمېر شاوخوا د هېواد نیمایي وګړي جوړوي.

د اوچا د راپور له مخې، دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې د اړتیا لرونکو په پرتله یو څه کم شوی؛ خو بیا هم بشري حالت شدید پاتې دی.

د OCHA وړاندوینه ښيي، چې بشري مرستې به د بېړنیو ژوند ژغورونکو خدماتو لپاره، لکه خوراک، پناه، روغتیا، پاکې اوبه، حفظ الصحې او نغدي مرستې باندې تمرکز وکړي؛ خو مرستې ته د تمویل اړتیا د ۱.۷۱ میلیارده ډالرو شاوخوا اټکل شوې ده.

اوچا دا هم ویلي، چې د تاوتریخوالي دوام، اقتصادي ستونزې، د خوراکي امنیت خرابوالی، اقلیمي بدلون، د مهاجرینو بیرته ستنېدل او همدارنګه طبیعي پېښو د خلکو د ژوند شرایط سخت کړي دي.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس، دا حالت د افغانستان لپاره د نړۍ د تر ټولو لویو بشري کړکیچونو له ډلې دی او نړۍوالې مرستې دوام ته اړتیا لري؛ تر څو د نور بدتر حالت مخنیوی وشي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب