کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايمرجنسي روغتون: افغانستان کې ترافيکې پېښي ډېرې شوي

د افغانستان ايمرجنسي روغتون په یوه راپور کې ويلي، له ۲۰۲۱ کال اګست راهيسي تراوسه افغانستان کې ترافيکې پېښې پنځه برابره ډېرې شوي دي.   د دغه روغتون د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ زيږديز کال مارچ میاشتې څخه تر ۲۰۲۴ زيږډیر کال مارچ میاشتې پورې دغه پېښې له ۲ زره ۶۶۲ څخه ۵ زره ۵۲۰ ته رسېدلي چې ۷۸.۵ سلنه ډېروالی ښيي.  …

2024-12-20 02:17 300۱ دقیقې لوستل
ايمرجنسي روغتون: افغانستان کې ترافيکې پېښي ډېرې شوي

د افغانستان ايمرجنسي روغتون په یوه راپور کې ويلي، له ۲۰۲۱ کال اګست راهيسي تراوسه افغانستان کې ترافيکې پېښې پنځه برابره ډېرې شوي دي.

 

د دغه روغتون د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ زيږديز کال مارچ میاشتې څخه تر ۲۰۲۴ زيږډیر کال مارچ میاشتې پورې دغه پېښې له ۲ زره ۶۶۲ څخه ۵ زره ۵۲۰ ته رسېدلي چې ۷۸.۵ سلنه ډېروالی ښيي.

 

د سرچينې په خبره، ډېری ترافيکې پېښې له سرکونو څخه د موټرو اوښتو له امله رامنځته شوي دي.

 

د دغه روغتون د معلوماتو له مخې، د وروستۍ مرګوني ترافيکي پېښې وروسته چې‌ د کابل - کندهار پر لويه لار رامنځته شوه، ۲۱ تنه ټپيان دغه روغتون ته استول شوي دي.

 

د يادونې وړ ده چې همدا دوه ورځې وړاندې هم د کابل - کندهار پر لویه ترافيکي پېښه‌ وشوه چې له امله يې ۵۲ تنه مړه او ۶۵ تنه ټپيان شول.

 

حکومت له يادې ترافيکې پېښې وروسته میرویس نیکه او مهمند‌ ترانسپورتي شرکتونه وتړل.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب