کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايټاليا کې د افغانستان سفارت: کابل کې د بهرنيو چارو وزارت سره تعامل کې يو

ايټاليا کې د افغانستان سفارت پرون «دوشنبه د اکتوبر نهمه» د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، په کونسلي چارو کې د ستونزو د له منځه وړلو په موخه د بهرنيو چارو وزارت سره په تعامل کې يو. په دغه اعلاميه کې راغلي، د کونسلګرۍ تصديقونه او مکتوبونه به د سرپرست حکومت بهرنيو چارو وزارت ته ولېږل شي. تر دې وړاندې په هالنډ…

2023-10-09 16:41 73۲ دقیقې لوستل
ايټاليا کې د افغانستان سفارت: کابل کې د بهرنيو چارو وزارت سره تعامل کې يو

ايټاليا کې د افغانستان سفارت پرون «دوشنبه د اکتوبر نهمه» د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، په کونسلي چارو کې د ستونزو د له منځه وړلو په موخه د بهرنيو چارو وزارت سره په تعامل کې يو.

په دغه اعلاميه کې راغلي، د کونسلګرۍ تصديقونه او مکتوبونه به د سرپرست حکومت بهرنيو چارو وزارت ته ولېږل شي.

تر دې وړاندې په هالنډ او اسپانيا کې هم د افغانستان سفارتونو په کونسلي چارو کې له طالبانو سره د تعامل خبر ورکړی وو.

خو بهرنيو چارو وزارت بيا لندن او ويانا کې کونسلي خدمات لغوه اعلان کړي وو. که څه هم د بهرنيو چاو وزارت د دې پرېکړې لامل نه وو په ډاګه کړی؛ خو د سياسي چارو کارپوهانو دا کار له اوسني حکومت سره د نه تعامل نتيجه ګڼلې وه.

د بهرنيو چارو وزارت له اعلامیې وروسته، لندن کې د افغانستان سفارت دې کار ته په غبرګون کې ويلي، چې د دوی چارې به د پخوا په څېر روانې وي.

د بهرنيو چارو وزارت یو شمېر ډيپلوماتيکې سرچينې وایي، اوسنی حکومت هڅه کوي، چې بهر کې د افغانستان په سفارتونو د نفوذ لپاره پر هغوی فشار راولي.

د سرچينې په وینا، تر اوسه یو شمېر سفارتونو له اوسني حکومت سره تعامل ته غاړه ايښې؛ خو ځينې نور له دې کار سره په مخالفت کې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب