کابل (کوه نور، ۳ سنبله ۱۴۰۴):
پاکستان او ایران هېوادونو یواځې پرون لږ تر لږه اته زره افغان کډوال له خپلو هېوادونو را ویستلي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون شمېرې ښیې، چې پرون له پاکستانه څلور زره او ۵۱۵ تنه افغان کډوال او له ایرانه درې زره او ۳۵۰ تنه افغان کډوال هېواد ته را اړول شوي دي.
دې کمېسیون ویلي، په دې وروستیو ورځو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو بهیر کې یو ځل بیا چټکوالی راغلی دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ "UNHCR" د مالوماتو له مخې، د روان زیږدیز کال له پیله تر دې دمه افغانستان ته ۲,۳ میلیونه افغان کډوال له بېلابېلو لارو را اړول شوي دي.




