کابل (کوه نور، ۳ لیندۍ ۱۴۰۴): ایران کې د افغانستان سفارت شارژدافیر فضل محمد حقاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران حکومت تېرو دوه ورځو ۲۹۲ افغان زندانیان بیرته خوشي او افغانستان ته را اړولي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس، ایران کې یاد شمېر افغان زندانیانو، چې په یاد هېواد کې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان شوي وو د بند موده تېره کړې؛ خو د قانوني پړاوونو د بشپړولو په موخه افغان حکومت ته سپارل شوي دي.
په راپورونو کې راغلي، تر دې دمه ایران کې د افغان زندانیانو کره شمېر نه دی څرګند شوی؛ خو د ایران او افغان حکومتونو ترمنځ په دې وروستيو کې د بندیانو د تبادله کولو لړۍ چټکه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی و، چې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه ایران کې ۷۲ تنه افغانان اعدام شوي دي.
باید وویل شي، چې ایران کې د افغانانو د زنداني کېدو لاملونه تر ډېره د نشه یې توکو قاچاق او جنایې جرمونه ښودل شوي دي.




