کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: د نفتو او کانونو په برخه کې افغان انجنیران روزو

 خبرياله: نازو عمري  د ایران د نفتو وزارت مرستیال سید علي موسوي ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د نفتو او ګازو د استخراج او تصفیې ترڅنګ د کانونو په برخه کې هم افغان انجنیران وروزي. نوموړي دغه څرګندونې د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال عبدالرحمن قانت سره د لیدنې پر مهال کړې دي. موسوي همداراز زیاته کړې، چې ایراني…

2026-02-11 09:03 90۱ دقیقې لوستل
ایران: د نفتو او کانونو په برخه کې افغان انجنیران روزو

 خبرياله: نازو عمري 

د ایران د نفتو وزارت مرستیال سید علي موسوي ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د نفتو او ګازو د استخراج او تصفیې ترڅنګ د کانونو په برخه کې هم افغان انجنیران وروزي.

نوموړي دغه څرګندونې د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال عبدالرحمن قانت سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

موسوي همداراز زیاته کړې، چې ایراني خصوصي استخراجوونکي شرکتونه او پانګوال لېواله دي څو د افغانستان د معدني سرچېنو د استخراج او پروسس په برخو کې پانګونه وکړي.

بلخوا، د اسلامي امارت د کانونو او پټرولېم وزارت مرستیال په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان د کان‌کېندنې د نافذه قوانینو او تګلارو پر بنسټ به له ایراني پانګوالو سره همکاري وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب