کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: د کانونو استخراج برخه کې د افغان متخصصينو روزنې ته چمتو یو

کابل کې د ایران سفیر او د دې هېواد ځانګړي استازي، د کانونو او پټروليم وزارت سپرست سره په کتنه کې، افغان متخصصينو ته د زده کړو زمينې برابرولو برخه کې ډاډ څرګند کړی دی. د کانونو او پټروليم وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي، چې نوموړي د کانونو د استخراج ټولو برخو په ځانګړې توګه د لازمو وسایلو برابرولو ته هم چمتووالی وښود. د دغ…

2023-10-10 13:37 48۲ دقیقې لوستل
ایران: د کانونو استخراج برخه کې د افغان متخصصينو روزنې ته چمتو یو

کابل کې د ایران سفیر او د دې هېواد ځانګړي استازي، د کانونو او پټروليم وزارت سپرست سره په کتنه کې، افغان متخصصينو ته د زده کړو زمينې برابرولو برخه کې ډاډ څرګند کړی دی.

د کانونو او پټروليم وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي، چې نوموړي د کانونو د استخراج ټولو برخو په ځانګړې توګه د لازمو وسایلو برابرولو ته هم چمتووالی وښود.

د دغه وزارت سرپرست، پرون «سه شنبه د اکتوبر ۱۰مه» د ایران سفیر کاظمي قمي، د دې هېواد نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د خراسان رضوي ولایت له پانګوالو سره کتلي دي.

شهاب الدین دلاور زياته کړې: «افغانستان او ایران دوه ګاونډیان او وروڼه دي او زیات مشترکات لري، له همدې امله د واړو هېوادونو اړیکي له یوبل سره نزدې او د متقابل درناوي په اساس ولاړې دي، چې له کلونو راهیسې د میلیونونو افغانان کوربه دی او ګډ دیني، فرهنګي او ژبني مشترکات لري.»

هغه افغانستان کې اوسنی امنیت د پانګونې په ځانګړې توګه د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره مناسب وګاڼه، او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي د کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست، د ایران هېواد له همکاریو مننه کړې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو سوداګرۍ او پانګونې په برخه باندې ټېنګار کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب