کابل کې د ايران سفارت مرستيال، سيد حسن مرتضوي، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد نبي عمري سره د ليدنې پر مهال ویلي، غرب نه غواړي، چې ایران او افغانستان ښې اړيکې ولري. مرتضوي د دې ليدنې پر مهال ویلي، چې د دوی موخه افغانستان کې د امنيت تامين، ترهګرۍ سره مبارزه او يو پر ځان بسيا افغانستان درلودل دي.
د دې کتنې جزيات، کابل کې د ایران سفارت په يوې خبرپاڼه کې خپاره کړي دي.
مرتضوي په دغه ليدنه کې ويلي، شاوخوا ۵ مليونه افغان کډوال په ايران کې مېشت دي او د کډولو موضوع د ایران لپاره ارزښتمنه ده. د هغه په وينا، حکومت يې د افغان مهاجرو د باعزته وېستلو په هڅه کې ده او افغان حکومت بايد دې برخه کې سياسي همکاري وکړي.
هغه زياته کړې، چې تېرو دوو کلونو کې غربي رسنيو هڅه کوله؛ څو د دغه دوو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې کړي خو د دواړو هېوادنو ترمنځ ښو اړيکو د هغوي فکرونه «خنثی» کړل.
نوموړي ويلي، تروريزم، داعش، او د سرحدي ستونزې د هېوادونو تر منځ اړيکې ترينګلې کوي. د ده په خبره دا د دواړو هیوادونو لپاره مهم او اساسي مسايل دي او کابل او ايران بايد فساد سره د مبارزې لپاره ګډ تصميمونه ونيسي.
مرتضوي سرحدي ستونزو ته په اشارې ويلي، دواړه لوري بايد په خپلو سرحدونو کنټرول ولري تر څو د انساني قاچاق او نورو خطرونو مخه ونيول شي.
عمري هم په دغه ليدنه کې له ګاونډيو سره په ښو اړيکو په ځانکړي ډول له ايران سره تاکيد کړي او د تروریزم او امنيت ټينګښت په برخه کې يې د سرپرست حکومت د فعالیتونه یادونه کړې ده.
عمري زياته کړې، امريکا او د سيمې ځينې هيوادونه نه غواړي چې، افغانستان او ايران دې ښې اړيکې ولري او د دې لپاره له رسنيو او بېلابېلو وسيلو ګټه پورته کوي.




