سرپرست حکومت او اورپايي ټولنې له یو بل سره تعامل اړین بللی دی.
د یادې ټولې مشرې رافایلا ایودیس د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې دغه راز د همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان سره په روان زېږدیز کال کې د مرستو پر دوام، له پاکستان او ورته نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په جبري اخراج، د هرات ولایت زلزله ځپلو سره په مرستو او په یو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
دواړه لوري په داسې حال د تعامل خبره کوي، چې سرپرست حکومت تل له نورو هېوادونو سره د غوړه اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې مشرې دوه ورځې وړاندې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې هم له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی وو.
ایودیس: له سرپرست حکومت سره تعامل مهم دی
سرپرست حکومت او اورپايي ټولنې له یو بل سره تعامل اړین بللی دی.د یادې ټولې مشرې رافایلا ایودیس د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې دغه راز د همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان سره په روان…




