کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایګلنډ: افغانان د ایران او امریکا په جګړه کې هیر شوي قربانیان دي

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ ویلي، له څلورو میلیونو ډېر افغان کډوال د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې «هېر شوي قربانیان» دي. د هغه په وینا، د عایداتو کمېدو او د انفلاسیون زیاتېدو له امله په ایران کې مېشت افغانان نور د دې توان نه لري، چې د خپلو کورنیو لپاره خواړه برابر او د کور کرایه ورکړي.&nbs…

2026-05-14 03:56 103۱ دقیقې لوستل
ایګلنډ: افغانان د ایران او امریکا په جګړه کې هیر شوي قربانیان دي

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ ویلي، له څلورو میلیونو ډېر افغان کډوال د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې «هېر شوي قربانیان» دي.

د هغه په وینا، د عایداتو کمېدو او د انفلاسیون زیاتېدو له امله په ایران کې مېشت افغانان نور د دې توان نه لري، چې د خپلو کورنیو لپاره خواړه برابر او د کور کرایه ورکړي. 

نوموړي زیاته کړې، چې د خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره لوړې شوې دي.

هغه همداراز ویلي، چې زرګونو کورنیو ته د بېړنیو نغدي مرستو زمینه برابره کړې، څو وکولای شي اړین توکي ترلاسه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب