کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ای او ام: د افغان راستنېدونکو سره د مرستې لپاره د نړۍوالو بېړنۍ بودیجې ته اړتیا لرو

کابل (کوه نور، ۱۷ اسد ۱۴۰۴): د کډوالو نړۍوال سازمان "IOM" ویلي، افغانستان دا مهال د افغان کډوالو د راستنېدنې له غټې څپې سره مخ هېواد دی او یاد بنسټ له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره دي بېړنۍ مرستې وکړي. دغه سازمان پرون ورځ "جمع، د اسد ۱۶" د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د افغان راس…

2025-08-09 01:19 195۱ دقیقې لوستل
ای او ام: د افغان راستنېدونکو سره د مرستې لپاره د نړۍوالو بېړنۍ بودیجې ته اړتیا لرو

کابل (کوه نور، ۱۷ اسد ۱۴۰۴): د کډوالو نړۍوال سازمان "IOM" ویلي، افغانستان دا مهال د افغان کډوالو د راستنېدنې له غټې څپې سره مخ هېواد دی او یاد بنسټ له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره دي بېړنۍ مرستې وکړي.

دغه سازمان پرون ورځ "جمع، د اسد ۱۶" د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د افغان راستنېدونکو کډوالو اوسني وضعیت ته په کتو افغانستان د ستنېدونکو له لویې څپې سره مخ دی او باید ده چې نړۍوال سازمانونه خپلې بېړنۍ مرستې اعلان کړي.

یاد سازمان په سرحدي پولو او بیرته راستنېدونکو سیمو کې د افغان کډوالو لپاره د ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه له نړۍوالو ټولنې د اضافي بودیجې غوښتنه کړې ده.

د دې سازمان پر وینا د نړۍوالو له بېړنۍ مرستې پرته به شته اسانتیاوې له منځه لاړې شي او د میلیونه کسانو ژوند به له ګواښ سره مخ  شي.

باید وویل شي چې افغانستان ته د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راپه دېخوا له ایران او پاکستانه له څلورو میلیونو ډېر افغان کډوال راستانه شوي چې له دې ډلې یې یواځې په ۲۰۲۵ کال کې ۱,۵ میلیونه افغان کډوال راستانه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب