کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ای او اېم : په تېره میاشت کې له پاکستانه تر ۳۸ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي

د کډوالو نړیوال سازمان ای او اېم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د جنورۍ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له پاکستانه ۳۸ زره او ۲۰۱ افغان کډوال ايستل شوي دي. راپور زیاتوي، چې د راستنو شویو کسانو شمېر د مخکینیو دوو اوونیو په پرتله ۲ سلنه کم شوی، خو په جبري ډول د ایستل شویو کډوالو شمېر ۷ سلنه زیاتوالی ښيي. د یاد سازمان د شم…

2026-02-12 10:23 66۱ دقیقې لوستل
ای او اېم : په تېره میاشت کې له پاکستانه تر ۳۸ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي

د کډوالو نړیوال سازمان ای او اېم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د جنورۍ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له پاکستانه ۳۸ زره او ۲۰۱ افغان کډوال ايستل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د راستنو شویو کسانو شمېر د مخکینیو دوو اوونیو په پرتله ۲ سلنه کم شوی، خو په جبري ډول د ایستل شویو کډوالو شمېر ۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې راهیسې تر اوسه له پاکستانه تر ۱ میلیون او ۱۵۵ زرو زیات افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې له دې منځه یې ۱۵۸ زرو زیات کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب