خبرياله: نازو عمري
په قطر کې د ا.ا.ا د سفارت سرپرست سهیل شاهین یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې دغه سازمان کې د افغانستان رسمي څوکۍ دې دوی ته وسپارل شي.
نوموړي ویلي، که ا.ا.ا ته دغه څوکۍ ورکړل شي، نو څو مهمې ګټې به ولري چې نړۍوال به یې حکومت په رسمیت وپېژني، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ به خلاصې شي او نړۍوالو بشري مرستو ته به لاسرسی ومومي.
د افغانستان اوسنی حکومت له څه باندې څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي؛ ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي، خو تر اوسه یې دغه غوښتنه نه ده منل شوې.




