کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ا.ا: غزه کې اوربند مهم ګام دی؛ خو باید دا اوربند دايمي شي

اسلامي امارت په غزه کې د دواړو  لورو ترمنځ څلور ورځنی اوربند یو مهم ګام ګڼلی خو د دایمي اوربند غوښتنه یې کړې ده.له بهرنیو چارو و زارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په غزه کې د اسرائیلو له لوري ټول بشري حقوق تر پښو لاندې کولو او په دې برخه کې د غربي دولتونو دوه ګوني چلند د دوی باور ته زیان رسولی دی.اسلامي اما…

2023-11-22 18:57 78۱ دقیقې لوستل
ا.ا: غزه کې اوربند مهم ګام دی؛ خو باید دا اوربند دايمي شي

اسلامي امارت په غزه کې د دواړو  لورو ترمنځ څلور ورځنی اوربند یو مهم ګام ګڼلی خو د دایمي اوربند غوښتنه یې کړې ده.
له بهرنیو چارو و زارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په غزه کې د اسرائیلو له لوري ټول بشري حقوق تر پښو لاندې کولو او په دې برخه کې د غربي دولتونو دوه ګوني چلند د دوی باور ته زیان رسولی دی.
اسلامي امارت د اوربند په برخه کې د قطر له هڅو هم مننه کړې.
اعلامیه  کې د فلسطین اشغال پای ته رسېدل، د حماس او اسرائیلو ترمنځ د ستونزې اساسي حل بلل شوی دی.
د یادونې ده چې وړمه ورځ د حماس او اسرائېیلو ترمنځ په څلور ورځني اوربند هوکړه شوې چې په پایله کې به یې د دواړو لورو سلګونه بندیان هم ازاد شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب