کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بادغیس کې د یو موټر د چپه کېدو پېښه کې ۱۳کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بادغیس ولایتي مسؤولان وايي، د دغه ولایت په ابکمري ولسوالي کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي. ‎د ځايي اوسېدونکو په وینا، دغه موټر نن سهار «یکشبنه د اکتوبر ۲۹مه» له آبکمري ولسوالي څخه د هرات پر لور روان و چې له سړک بې لارې او یوې ژورې…

2023-10-29 01:03 126۱ دقیقې لوستل
بادغیس کې د یو موټر د چپه کېدو پېښه کې ۱۳کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بادغیس ولایتي مسؤولان وايي، د دغه ولایت په ابکمري ولسوالي کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

‎د ځايي اوسېدونکو په وینا، دغه موټر نن سهار «یکشبنه د اکتوبر ۲۹مه» له آبکمري ولسوالي څخه د هرات پر لور روان و چې له سړک بې لارې او یوې ژورې کندې ته ولویده.

‎ځايي اوسېدونکي زياتوي، د دې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د درملنې په موخه هرات ولايت ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ  ده چې ‎په دغه ولايت کې وخت نا وخت د سړکونو خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ورته پېښې رامنځته او ګڼو کسانو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکول کیږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب