کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

باميان ولایت کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې

د باميانو ولایت امنيتي مسؤولان وايي، د دغه ولایت په مرکز کې يو ځوان ځان‌وژنه کړې ده.   د یاد ولایت له امنیې قومنداني په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پېښه پرون «دوشنبه، لړم ۲۲مه» د شپې ۷نیمې بجې د مرکز اړوند شهيدانو سيمه کې رامنځته شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هلک امیرخان نومېده او ۱۳ کال…

2023-11-14 03:42 88۱ دقیقې لوستل
باميان ولایت کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې

د باميانو ولایت امنيتي مسؤولان وايي، د دغه ولایت په مرکز کې يو ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

 

د یاد ولایت له امنیې قومنداني په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پېښه پرون «دوشنبه، لړم ۲۲مه» د شپې ۷نیمې بجې د مرکز اړوند شهيدانو سيمه کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هلک امیرخان نومېده او ۱۳ کاله عمر یې درلود.

تراوسه د پېښه علت نه دی څرګند، خو د مسؤولانو په خبره چې په تړاو یې څيړنې پیل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه ډول پېښې ډير کله د کورني تاوتریخوالي او بې‌وزلي له امله رامنځته کيږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب