د بامیانو ولایت ځایې مسوولانو ویلي چې د یاد ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د څه د پاسه ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د پنځه شبکو کارونه پیل شوي دي.
ددغه ولایت د والي ویاند عبدالصبور فرزان رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه او ۷۴۵ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د پنځو شبکو د جوړولو کارونه پیل شوي دي.
فرزان ویلي د اوبو رسولو دغه شبکې د سیغان ولسوالۍ په خدادادخېلو، نواباد، پیتاب او ده نوله سیمو کې د نړۍوال بانک په مالي لګښت باندې جوړېږي.
د یادونې وړه ده چې په همدې حال کې کندوز ولایت کې هم د ۱۹۸ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.




