کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بامیان کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د اوو شبکو کارونه پیل شوي

د بامیانو ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په یکه ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړېدلو کارونه پیل شوي دي چې ۳۲ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې راشي. ددغه ولایت والي عبدالصبور سیغان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د اوبو رسولو ددغه اوو شبکو کارونه پرون ورځ(یکشنبه، د حمل ۲۴)تاریخ پیل شوي دي…

2025-04-13 18:47 206۱ دقیقې لوستل
بامیان کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د اوو شبکو کارونه پیل شوي

د بامیانو ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په یکه ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړېدلو کارونه پیل شوي دي چې ۳۲ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې راشي.

ددغه ولایت والي عبدالصبور سیغان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د اوبو رسولو ددغه اوو شبکو کارونه پرون ورځ(یکشنبه، د حمل ۲۴)تاریخ پیل شوي دي.

د عبدالصبور په وینا د اوبو رسولو دغه پروژې چې د نړۍوال بانک په مالي لګښت جوړېږي ورسره به ۱۲۰۰ کورنیو، ۱۴ جوماتونو، یوې دیني مدرسې او درې نورو ښوونځیو ته د پاکو اوبو رسولو اسانتیا برابره شي.

په بامیانو کې د اوبو رسولو دغه اوو شبکې په داسې حال کې جوړېږي چې په یاد ولایت کې نږدې ۵۰ سلنه خلک پاکو اوبو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب