کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بدخشان کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست امر محمد کامګار وايي، د دغه ولایت د مرکز فیض آباد ښار په «مورچک» سیمه کې د وروستيو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.هغه ویلي، یوازې د یوه تن مړی موندل شوی او د پاتې مړیو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.په همدې حال کې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د یادو…

2024-05-25 23:50 494۱ دقیقې لوستل
بدخشان کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست امر محمد کامګار وايي، د دغه ولایت د مرکز فیض آباد ښار په «مورچک» سیمه کې د وروستيو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.
هغه ویلي، یوازې د یوه تن مړی موندل شوی او د پاتې مړیو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
په همدې حال کې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د یادو سېلابونو له امله د دغه ولایت د سېلاب ځپلو سیمو ځينې کورونه او سړکونه هم ویجاړ شوي دي.
د یادونې ده چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تېرې څه باندې یوې میاشتې سېلابونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او پراخې کرنیزې ځمکې اوبو لاندې کړې دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب