د بدخشان ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت په یفتل ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یاده پېښه نن له غرمې مخکې د یو لینډکروزر موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د کامګار په وینا دغه موټر چې د راغستان ولسوالۍ څخه د فیض اباد ښار په لور روان و د یفتل پایین په مربوطاتو کې له سرک څخه اوښتی دی چې پکې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کامګار همدا راز ویلي چې په دغه پېښه کې یوه میرمن مړه شوې او ۱۱ کسان نور ټپیان شوي دي.
کامګار وایې ټپیان د درملنې په موخه روغتیایې مرکزونو ته استول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې نن په میدان وردګو ولایت کې هم د ټرافیکي پېښې له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.




