کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بدخشان کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پل جوړېږي

د بدخشان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په یاوان ولسوالۍ کې یو کانکریټي پُل جوړېږي چې ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي. د مسوولانو په وینا یاد پُل د یاوان ولسوالۍ په یالور کلي کې د نسې ولسوالۍ له بودیجې څخه د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي چې د ۱۲۰ متره اوږدوالي درلودونکی دی. د بدخشان ولایت د نسې و…

2025-04-21 19:11 28۱ دقیقې لوستل
بدخشان کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پل جوړېږي

د بدخشان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په یاوان ولسوالۍ کې یو کانکریټي پُل جوړېږي چې ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

د مسوولانو په وینا یاد پُل د یاوان ولسوالۍ په یالور کلي کې د نسې ولسوالۍ له بودیجې څخه د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي چې د ۱۲۰ متره اوږدوالي درلودونکی دی.

د بدخشان ولایت د نسې ولسوالۍ ولسوال ملا جمعه خان ویلي چې د یاد پُل د جوړولو قرداد پرون ورځ له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی چې د جوړولو کارونه به یې په څو ورځو کې پیل شي.

د جمع خان په وینا دغه پل چې د یاوان په یالور خوړ جوړېږي پرې به د دروازونو د پنځه ګونو او د راغونو د درې ګونو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ-راتګ ستونزه حل او د اته میاشتو په موده کې به یې د جوړولو کارونه پای ته ورسېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب