خبریال: فرمان الله زبیرزی
د ریاست الوزراء اقتصادي معاون ملا عبدالغني بردار بلخ کې د یو سودګریز مارکیټ په پرانېسته کې ویلي، افغانستان د نورو هېوادونو په تاوان نه دی؛ بلکه د نورو هېوادونو په هوساینې او پیاوړتیا کې مرسته کوي.
د بردار پر وینا، نړۍوال دې نور سترګې خلاصي کړي، د بندیزونو او بې ځایه فشارونو پرځای دې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.
نوموړی زیاتوي، افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره ده او هر څوک کولی شي، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او پانګونه وکړي.




