کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برادر علماوو ته: هیچا ته پېغور او تېزې خبرې مه کوئ

خبريال: فرمان الله زبيرزی  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر کندهار کې د یوې دینې مدرسې فراغت غونډه کې د وینا پر مهال ويلي، چې علماء باید له دیني حکمت څخه په استفادې خلک په نرمه ژبه سمې لارې ته راوبولي او هېچاته هم د پېغور او په تېزه ژبه خبرې ونه کړي. نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پر…

2026-01-04 08:52 140۱ دقیقې لوستل
برادر علماوو ته: هیچا ته پېغور او تېزې خبرې مه کوئ

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر کندهار کې د یوې دینې مدرسې فراغت غونډه کې د وینا پر مهال ويلي، چې علماء باید له دیني حکمت څخه په استفادې خلک په نرمه ژبه سمې لارې ته راوبولي او هېچاته هم د پېغور او په تېزه ژبه خبرې ونه کړي.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پرمهال پياوړی شوی او د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارکوونکو د مشورو او نظریو پر اساس ولاړ دی. 

برادر زیاتوي، ټول هېوادونه دې په سیمه ییز او نړیوال فعال مشارکت کې د افغانستان اسلامي امارت له بالقوه ظرفیت او پياوړې ارادې څخه مناسبه ګټه واخلي.

د بردار پر وینا، یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي.

اقتصادي مرستیال همدارز ویلي، ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکو، چې د اسلامي امارت له لوري به د هېچا حقوق او امانت ضایع نشي، ټول هېوادوال باید د هېواد په امنیت، ابادۍ او بیارغونه کې د خپل حکومت ترڅنګ ودریږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب