کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برازيل افغانانو ته د بشردوستانه ويزو ورکړه محدوده کړه

د برازيل حکومت افغانانو ته د بشردوستانه ويزو ورکړه محدوده کړه. د دغه هېواد د عدلیې، عامه امنیت او بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ويلي، هغه مهال به افغانانو ته بشردوستانه ويزې ورکړي چې د هېواد پنډغالي یې د کډوالو د مېشتېدو لپاره خالي شي. خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې کار موخه په خوندي او منظم ډول د افغان کډوالو…

2023-10-03 01:09 127۲ دقیقې لوستل
برازيل افغانانو ته د بشردوستانه ويزو ورکړه محدوده کړه

د برازيل حکومت افغانانو ته د بشردوستانه ويزو ورکړه محدوده کړه.

د دغه هېواد د عدلیې، عامه امنیت او بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ويلي، هغه مهال به افغانانو ته بشردوستانه ويزې ورکړي چې د هېواد پنډغالي یې د کډوالو د مېشتېدو لپاره خالي شي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې کار موخه په خوندي او منظم ډول د افغان کډوالو منل دي.

برازیل ته د افغانانو د ننوتلو يواځينۍ لاره د ګوارولوس هوایی ډګر دی. د ګوارولوس ښاروالۍ د معلوماتو له مخې ۴۸ افغانان د سپتمبر ۲۷مې انتظار په دې هوايي ډګر کې د ځای پيداکېدو په انتظار وو.

د برازيلي چارواکو په وينا تر اوسه ۲۵۷ ځايونه د کډوالو لپاره مشخص شوي دي.

د برازیل حکومت وايي، چې برازیل ته له ننوتلو وروسته په منظم او باعزته توګه د پناه غوښتونکو د بیا ځای پرځای کولو هوډ لري.

وړاندې تر دې به افغان کډوالو په مسکو، انقره، دوحه او ابوظبۍ کې د هغه هېواد سفارتونو ته د تللو نه وروسته د ویزې غوښتې کولای شوای؛ خو د نوې پرېکړې له مخې اوس یوازې په تهران او اسلام اباد کې د دغه هېواد په سفارتونو کې د ویزې غوښتنې کولای شي.

د برازيل حکومت وايي، چې د پخوا په پرتله به محدودو کسانو ته ويزې ورکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب