د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، برتانيا له افغانستان سره ۱.۳ ميليونه ډالر بشري مرسته کړې.
دغه دفتر ندي ويلي چې ياده مرسته به په کومو برخو کې ولګول شي.
تر دې وړاندې د خوړو نړيوال پروګرام افغانستان د هغه هېوادونو په لېست کې اعلان کړی وو چې ډېرې بشري مرستې ته اړتيا لري.
دغه بنسټ همداراز د راتلونکو ۶ مياشتو لپاره د خپل فعاليت لپاره ۷۶۰ ميليونو ډالرو ته د اړتيا خبره هم کړې وه.
ورته مهال بیا اوچا ويلي، په افغانستان کې له ۲۳.۷ ميليون کسانو سره د مرستې لپاره نږدې درې مليارده ډالرو ته اړتيا لري.
برتانيا دغه مرستې داسې مهال کوي چې دوه ورځې وړاندې جنوبي کوريا هم له افغانستان سره څلور ميليونه ډالر مرسته کړې وه.




