کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برېتانيا: د افغانستان اوسني حکومت سره تعامل پرته بله لار نشته

د بریتانیا د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړې له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوي او له اوسني حکومت سره له عملي تعامله پرته بل هیڅ انتخاب نه ویني. اعلاميه کې راغلي، چې دغه هېواد افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون لپاره له تاوتريخواي ډکې مبارزې ملاتړ نه کوي. اعلاميه زياتوي: «د…

2023-10-10 13:13 57۲ دقیقې لوستل
برېتانيا: د افغانستان اوسني حکومت سره تعامل پرته بله لار نشته

د بریتانیا د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړې له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوي او له اوسني حکومت سره له عملي تعامله پرته بل هیڅ انتخاب نه ویني.

اعلاميه کې راغلي، چې دغه هېواد افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون لپاره له تاوتريخواي ډکې مبارزې ملاتړ نه کوي.

اعلاميه زياتوي: «د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره له عملي تعامل پرته بل بدیل نشته.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره په هغه اعلامیه کې کړې چې د اوسني حکومت له لوري د ۴ بریتانیايي وګړو له خوشي کېدو وروسته یې خپره کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: «د بریتانیا حکومت په افغانستان کې تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون لپاره د پلان، د تروریزم د هڅولو لپاره د ګمارلو او مالي ملاتړ د برابرلو په برخه کې د افغانانو په ګډون د هیچا له خوا د خپلې خاورې د کارولو ملاتړ نه کوي. مونږ په کلکه نور کسان هم دغسې کړنو ته نه هڅوو.»

خبرپاڼه زياتوي، چې افغانستان کې د سولې او ثبات او د افغانانو د ملاتړ لپاره د اړتیا وړ بشري مرستو د رسولو او د ګډو امنیتي اندیښنو ته د ځواب ورکولو لپاره د اوسنې ادارې پرته عملآ بل کوم بدیل نشته.

د افغانستان اوسنی حکومت د غربي هېوادونو له دې دريځه، چې افغانستان کې د وسله‌والې مبارزې ملاتړ نه کوي، همېشه هر کلی کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب