د برېتانیې حکومت له خپلو ټولو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
یاد حکومت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، وېره شته چې ترهګر په دغه هېواد کې د ننه بریدونه وکړي.
که څه هم اوسنی سرپرست حکومت د سراسري امنیت ډاډ ورکوي؛ خو بیا هم دغه هېواد اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې به د تروریستي بریدونو کچه لوړه شي.
په اعلامیه کې د بریتانوي وګړو د بندې کېدو د خطر یادونه هم شوې ده.
بل لورته لاهم اوسني حکومت په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي چې په کور دننه یې له څو لسیزو وروسته امنیت په بشپړ ډول ټینګ کړی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې ورانکارې کړنې ترسره کړي.




