کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

برېښنا شرکت له ترکمن چارواکو سره د برېښنا د کچې او پېردلو په اړه خبرې کړي دي

د افغانستان برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دې شرکت رهبرۍ پلاوي د ترکمنستان هېواد د برېښنا نړیوالو پروژو مسئول مراد آرتیکوف او ورسره مل پلاوي سره د نورالجهاد سب سټېشن پروژې، ۲۰۲۴ زیږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو او (TAP) پروژې په اړه ګډه ناسته او خبرې کړي دي. اعلاميه کې راغلي، چې د دواړو لورو مسئولی…

2023-09-17 04:54 167۲ دقیقې لوستل
برېښنا شرکت له ترکمن چارواکو سره د برېښنا د کچې او پېردلو په اړه خبرې کړي دي

د افغانستان برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دې شرکت رهبرۍ پلاوي د ترکمنستان هېواد د برېښنا نړیوالو پروژو مسئول مراد آرتیکوف او ورسره مل پلاوي سره د نورالجهاد سب سټېشن پروژې، ۲۰۲۴ زیږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو او (TAP) پروژې په اړه ګډه ناسته او خبرې کړي دي.

اعلاميه کې راغلي، چې د دواړو لورو مسئولینو تر منځ دې ناسته کې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال لپاره د برېښنا کچې او پېرودلو په اړه خبرې وشوې.

د سرچينې په وينا دواړو لورو ژمنه کړې، چې تر دوه اړخیزو بحثونو وروسته به په دې تړاو ګډه هوکړه د یو پروتوکول په ترڅ کې وشي.

د برېښنا شرکت اعلاميه د ترکمن چارواکو له خولي ليکي، چې د نورالجهاد سب سټېشن د جوړېدو چارې به د راتلونکي ميلادي کال تر لومړيو بشپړې شي.

اعلاميه زياتوي: «د ترکمنستان هېواد پلاوي هیله وښوده چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال جنورۍ میاشتې پورې به د نورالجهاد سب سټېشن پروژې چارې بشپړې شي.»

د نورالجهاد سب سټېشن جوړېدو سره به، هرات ولایت ته رالېږدول شوې ۷۰ مېګاواټه بېښنا کچه ۱۱۰ مېګاواټو ته لوړه شي.

برېښنا شرکت وايي، چې دې ناسته کې د ترکمنستان استازو، ترکمنستان څخه افغانستان او بیا پاکستان ته د برېښنا لېږد (TAP) پروژې په اړه د ګډې ناستې خبر هم ورکړ.

ترکمنستان ويلي، د (TAP) پروژې په اړه دوی د پاکستان هېواد سره ګډې ناستې کړي او په دې تړاو یې د هغوی هوکړه اخېستې، چې د افغانستان لوري له هوکړې اخېستو وروسته به د درې واړو هېوادونو تر منځ ګډه ناسته کیږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب