د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې له کورنيو سرچينو د برېښنا د توليد د کچې لوړولو لپاره ګڼ شمېر پروژې تر لاس لاندې دي.
د ياد شرکت وياند وايي، اوسمهال افغانستان يوازې ۲۰ سلنه برېښنا له کورنيو سرچينو ترلاسه کوي.
دغه شرکت وايي، هڅه کوي چې د پانګوالو په جذبولو سره دغه سلنه لوړه کړي.
د ياد شرکت په خبره په نږدې راتلونکې کې به په تره خېلو کې د ۴۰ مېګاواټه پروژه، د وردګو د چک پروژه او د پنجشېر په سیند د بند جوړولو پروژې پلې کړي، ترڅو د اوبو له سرچينو د برېښنا ظرفيت لوړ شي.
د دغه شرکت په خبره افغانستان د ۲۳ زره مېګاواټه اوبيزې برېښنا ظرفيت لري.
ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په ټول هېواد کې د برېښنا ۳۵ بندونه فعال دي، چې له ډلې يې ۲۲ لوی بندونه دي.
څه موده وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ويلي وو، د امکاناتو په پیدا کولو سره به د کنړ پرسیند د برېښنا بند د جوړېدو چارې پیل کړي، چې د پاکستان د بلوچستان ايالت د اطلاعاتو وزير دغه څرګندونې دوی سره د دښمنۍ په معنا بللې وې.
تر دې وړاندې هم مسوولينو په ګڼ شمېر ولايتونو کې د لمريزې برېښنا د جوړېدو خبر ورکړی وو.




