کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بغلان کې د دوه ټرافیکي پېښو په پایله کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې دغه ولایت کې د دوه جلا ټرافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او اته نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼې کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې یو ۳۰۳ ډوله موټر د دغه ولایت د خانجان ولسوالۍ په ګزان سیمه کې د یوه پاسو سره جنګېدلی دی. د سرچینې د مالوماتو په اساس په دغه پېښه…

2025-06-02 21:31 196۱ دقیقې لوستل
بغلان کې د دوه ټرافیکي پېښو په پایله کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې دغه ولایت کې د دوه جلا ټرافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼې کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې یو ۳۰۳ ډوله موټر د دغه ولایت د خانجان ولسوالۍ په ګزان سیمه کې د یوه پاسو سره جنګېدلی دی.

د سرچینې د مالوماتو په اساس په دغه پېښه کې درې ښځې مړې، دوه ماشومان او یو نارینه ټپیان شوي دي.

سرچینې همدارنګه ویلي چې دویمه پېښه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په قره احمد سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو کرولا ډوله موټر له سرک څخه اوښتی او چپه شوی دی.

سرچینې ویېلي په دویمه پېښه کې په موټر کې ناست پنځه تنه سپاره ټول ټپیان شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب