کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بغلان کې د ډبرو سکرو کان نړېدو له امله څلور تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي

کابل (کوه نور ۱ اسد  ۱۴۰۴):  د بغلان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی، چې له امله یې څلور تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه د بغلان ولایت په کرکر سیمه کې د یوه کان یوې برخې نړېدو له امله رامنځته شوې ده. له دې وړاند…

2025-07-23 01:52 190۱ دقیقې لوستل
بغلان کې د ډبرو سکرو کان نړېدو له امله څلور تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي

کابل (کوه نور ۱ اسد  ۱۴۰۴):  د بغلان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی، چې له امله یې څلور تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه د بغلان ولایت په کرکر سیمه کې د یوه کان یوې برخې نړېدو له امله رامنځته شوې ده.

له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کانونو نړېدو لسګونه پېښې رامنځته شوې دي، چې وخت نا وخت پکې کان کیندونکو ته مرګ ژوبله اوړي.

باید وویل شي، چې هېواد کې د کانونو د نړېدو یو لامل د کانونو غیر معیاري کیندنې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب