کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بغلان کې سېلابونه؛ له ۸۰ ډېر مړه او ګڼ نور لادرکه دي

تېره ورځ د بغلان ولايت په تشکان، ياوان او تګاب ولسواليو کې د راوتو سېلابونو له امله له اتيا تنو ډېر مړه شوي او ګڼ شمېر نور لا هم لا درکه دي. دغو سېلابونو د ځاني تلفاتو سربېره ډېر درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.   د ياد ولايت مسوولان وايي، له دوه سوو ډېر کورونه، له پنځوسو ډېر پلونه او پلچکونه، درې د برق بندونه، پنځ…

2024-05-10 19:35 100۱ دقیقې لوستل
بغلان کې سېلابونه؛ له ۸۰ ډېر مړه او ګڼ نور لادرکه دي

تېره ورځ د بغلان ولايت په تشکان، ياوان او تګاب ولسواليو کې د راوتو سېلابونو له امله له اتيا تنو ډېر مړه شوي او ګڼ شمېر نور لا هم لا درکه دي.

دغو سېلابونو د ځاني تلفاتو سربېره ډېر درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.

 

د ياد ولايت مسوولان وايي، له دوه سوو ډېر کورونه، له پنځوسو ډېر پلونه او پلچکونه، درې د برق بندونه، پنځه مسجدونه او دغه راز له دوه زرو ډېر څاروي هم تلف شوي دي.

 

ورته مهال بیا په بدخشان، هرات او غور کې هم په ځينو سیمو کې سېلابونه راوتي دي.

 

د مالوماتو له مخې، په غور، هرات او بدخشان کې هم سېلابونو د مالي زيانونو اړولي او دغه راز يو تن په غور او يو تن بیا په بدخشان کې د سېلابونو له امله مړ شوی دی.

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، د ژغورنې ټيمونه هڅه کوي ترڅو په سېلابونو کې پاتې کسان وژغوري او دغه راز ورک‌ جسدونه پيدا کړي.

 

د يادونې ده چې‌ د سېلابونو له لوري اوښتي زيانونه او تلفات لا وروستي ندي‌ او اټکل کيږي چې تلفات لا هم ډېر شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب