کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلخ او لغمان کې څلور کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

ستره محکمه وایي، په بلخ ولایت کې یو هلک او نجلۍ ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې.  د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې یادو ځوانانو نامشروع اړیکه لرله. د سترې محکمې د یو بل خبر له مخې، د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې دوو کسانو ته د بد اخلاقۍ په تور تعزیري سزا ورکړل شوې.   خبر پاڼه کې…

2024-02-25 02:31 107۱ دقیقې لوستل
بلخ او لغمان کې څلور کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

ستره محکمه وایي، په بلخ ولایت کې یو هلک او نجلۍ ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې. 

د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې یادو ځوانانو نامشروع اړیکه لرله.

د سترې محکمې د یو بل خبر له مخې، د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې دوو کسانو ته د بد اخلاقۍ په تور تعزیري سزا ورکړل شوې.  

خبر پاڼه کې راغلي، یاد دوه کسان په محضر کې ۳۰ - ۳۰ دورې وهل شوي دي. 

د دغو دوو کسانو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

په ورته وخت کې د جوز جان سیمه ییزو مسوولینو خبر ورکړی چې ټاکل شوې سبا دوشنبه د شبرغان په لوبغالي کې د قصاص حکم پلی شي.    

سرپرست حکومت تر دې وړاندې تېره پنجشنبه په غزني ولایت کې هم پر دوو کسانو د قصاص حکم پلی کړ. 

هاخوا ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اعدام سزا سره مخالفت ښودلی او د ځنډېدو غوښتنه یې کړې ده. 

کابل د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ویلي، دوی د اعدام د سزا سخت مخالف دي او دا چاره د ژوند له اساسي حقونو سره په ټکر کې ده.

 

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب