کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلخ او لوګر کې د دوه کورنيو لس غړي وژل شوي دي

بلخ او لوګر ولایتونو کې په دوه جلا پېښو کې د دوه کورنيو لس غړي وژل شوي دي. د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومه وسله‌والو د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي. دغه پېښه د مزار شریف ښار اوومې ناحيې اړوند خراسان سيمه کې رامنځته شوې. د بلخ امنیه قومنداني وياند محمد اصف وزيري وايي، ياده پېښه تېره ورځ(جمعه) رامنځته شوې چې په وژ…

2024-02-03 01:52 85۱ دقیقې لوستل
بلخ او لوګر کې د دوه کورنيو لس غړي وژل شوي دي

بلخ او لوګر ولایتونو کې په دوه جلا پېښو کې د دوه کورنيو لس غړي وژل شوي دي.

د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومه وسله‌والو د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

دغه پېښه د مزار شریف ښار اوومې ناحيې اړوند خراسان سيمه کې رامنځته شوې.

د بلخ امنیه قومنداني وياند محمد اصف وزيري وايي، ياده پېښه تېره ورځ(جمعه) رامنځته شوې چې په وژل شويو کې دوه ښځې او دوه سړي شامل دي.

وزيري وايي، د پېښې علت لا تراوسه نه دی معلوم.

هغه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه د پېښې د عاملينو د نيولو هڅه کوي.

بلخوا بیا لوګر کې يو تن د کورنيو ستونزو له امله د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي.

د ځايي مسولينو په خبره په وژل شويو کسانو کې د دغه کس مېرمن او یو کوچنی زوی هم شامل دی.

د لوګر امنیه قومنداني وايي، چې قاتل د پوليسو له لوري نيول شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب