کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلخ کې د شپږ جبري نکاح‌ګانو مخنيوی شوی

د بلخ ولايت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست مسوولان وايي، دغه ولايت کې يې روان لمريز کال د شپږ جبري نکاح ګانو مخنيوی کړی دی. ياد رياست تېره ورځ ويلي، دغه نکاح ګانې چې په زور سره ترسره کېدلې، د دغه ولايت محتسبینو یې مخنيوی کړی دی. سرچینې ويلي، دغه نکاح‌ګانې د ياد ولايت مرکز سربېره په بېلابېلو ولسواليو کې شوي…

2025-01-14 23:04 70۱ دقیقې لوستل
بلخ کې د شپږ جبري نکاح‌ګانو مخنيوی شوی

د بلخ ولايت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست مسوولان وايي، دغه ولايت کې يې روان لمريز کال د شپږ جبري نکاح ګانو مخنيوی کړی دی.

ياد رياست تېره ورځ ويلي، دغه نکاح ګانې چې په زور سره ترسره کېدلې، د دغه ولايت محتسبینو یې مخنيوی کړی دی.

سرچینې ويلي، دغه نکاح‌ګانې د ياد ولايت مرکز سربېره په بېلابېلو ولسواليو کې شوي دي.

 

د ياد‌ ياد رياست مسوولانو ويلي، «هغه‌ کورنيو چې په زور يې دغه جبري نکاح ګانې کولې، ژمنه کړې چې دغه عمل به راتلونکې کې نه ترسره کوي.»

تر دې وړاندې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ويلي وو چې ټول هېواد کې يې له ۵۰۰۰ څخه د ډېرو جبري نکاح ګانو مخه نیولې ده‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب