د بلخ مزار شریف ښار کې د يو سوداګر له لوري د غوړيو د توليد او پروسس د يوې فابريکې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د يادې فابريکې يوه استازي محمد افضل افضلي ويلي، دغه فابريکه به په څلورويشتو ساعتونو کې ۲۰ ټنه غوړي توليد کړي او ۱۵۰ کسانو ته به پکې د کار کولو زمينه هم برابره شي.
د بلخ ولایتي مسوولينو د دغې فابريکې د جوړېدو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې ياده فابريکه به د غوړيو په وارداتو کې د کموالي سربېره بزګرانو ته هم بازار برابر کړي.
بلخ کې بزګرانو هم له سوداګرو غوښتي چې د دوی ته د بازار برابرولو په موخه دې په کور دننه پانګونه وکړي.
بلخ کې د يو مليون ډالرو په ارزښت د غوړيو د پروسس د فابريکې د جوړولو چارې پيل شوې
د بلخ مزار شریف ښار کې د يو سوداګر له لوري د غوړيو د توليد او پروسس د يوې فابريکې د جوړېدو چارې پیل شوې.د يادې فابريکې يوه استازي محمد افضل افضلي ويلي، دغه فابريکه به په څلورويشتو ساعتونو کې ۲۰ ټنه غوړي توليد کړي او ۱۵۰ کسانو ته به پکې د کار کولو زمينه هم برابره شي.د بلخ ولایتي مسوولينو د دغې فابريکې د جوړېدو هرکلی کړی…




