کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلخ کې د چین له لوري د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سړه خونه جوړېږي

د بلخ ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې چین هېواد په پام کې لري چې په بلخ ولایت کې د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تازه سبزیو او وچې مېوې د ساتنې لپاره یوه معیاري سړه خونه جوړه کړي. د بلخ ولایت مقام څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې نن ورځ " سه شنبه، د جون ۲۴مه"  راغلي چې د چین هېواد یوه پلاوي دا ژمنه د دې ولایت له م…

2025-06-24 03:55 128۱ دقیقې لوستل
بلخ کې د چین له لوري د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سړه خونه جوړېږي

د بلخ ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې چین هېواد په پام کې لري چې په بلخ ولایت کې د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تازه سبزیو او وچې مېوې د ساتنې لپاره یوه معیاري سړه خونه جوړه کړي.

د بلخ ولایت مقام څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې نن ورځ " سه شنبه، د جون ۲۴مه"  راغلي چې د چین هېواد یوه پلاوي دا ژمنه د دې ولایت له مسوولانو سره په لیدنه کړې ده.

خبرپاڼې د دې سړې خونې د جوړېدو وخت او ځای نه دی په ډاګه کړی.

ورته مهال د بلخ ولایت د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس د چین هېواد دغه اقدام ته خوښې ښودلې او د جوړېدو په جریان کې یې د هر ډول مرستې کولو ژمنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب