د بلخ ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د یوې شبکې د جوړېدو کارونه پیل شوي چې ۲۸ میلیونه امریکایې ډالر لګښت ورباندې راځي.
دغه شبکه د یوې خصوصي کمپنۍ لخوا د دهدادي ولسوالۍ په بریشنا کوټ سیمه کې په ۵۰۰ جریبه ځمکه د ۲۸ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت جوړېږي.
د افغانستان د بریښنا شرکت ریئس عبدالباري عمر د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې ددغه پروژې د بشپړېدو سره به د زرګونه کورنیو او سلګونه صنعتي او تولیدي شرکتونو د بریښنا ستونزه حل شي.
عمر ویلي موږ هڅه کوو چې د برېښنا د تولید په برخه کې له بېلابېلو سرچینو؛ لکه له اوبو، ډبرو سکرو، لمر او باد څخه ګټه واخلو.
د لمریزې برېښنا دغه پروژه چې ۲۸ میلیونه امریکایې ډالر لګښت پرې راځي د غضنفر ګروپ او ذوالرستان کمپنۍ په تخنیکي همکارۍ جوړېږي.
په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د یاد شرکت مشر ویلي چې ددغه شبکې لپاره یې ۲۸ میلیونه امریکایې ډالر ځانګړي کړي او د جوړېدو لپاره یې ۵۰۰ جریبه ځمکه بېله شوې ده چې په راتلونکو دوه کلونو کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي ویلي که شرایط ورته برابر شي نو چمتو دی چې د لمریزې او اوبیزې برېښنا په برخه کې نوره پانګونه هم وکړې.
هغه همداراز ویلي چې د لمریزې برېښنا له دغه شبکې سره به د ۴۰ زره کورنیو تر څنګ د ۱۲۰۰ صنعتي او تو لیدي فابریکو د برېښنا د نشتون ستونزه حل شي.
د لمریزې برېښنا دغه شبکه په داسې حال کې جوړېږي چې تېره اوونۍ په ننګرهار ولایت کې هم د لمريزې برېښنا د یوې شبکې د جوړېدو کارونه پیل شوي و.




