د مزار شریف ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبو څلور کانالونه او همدارنګه د فرا په بالابلوک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټه اخیستنې ته سپارل شوې چې په مجموعي توګه پرې نږدې ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د مزار شریف ښاروالۍ سکټوري رئیس احمد جواد مایار نن ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د اوبو ددغه څلورو کالونو کارونه د یاد ښار په پنځمه، لسمه او یولسمه ناحیه پای ته رسېدلي دي.
د مایار پر وینا د اوبو دغه کانالونه چې ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی دوه نیم کیلو متره اوږدوالی لري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر"یونپس"په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.
دغه کالونه چې د مزار شریف په درې مختلفو ناحیو کې د ځمکنیو اوبو د مدیریت په موخه جوړ شوي پکې سلګونه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې وه.
په مزار شریف کې د اوبو ددغه کانالونو له جوړېدلو سره هم مهاله د فرا په بالابلوک ولسوالۍ کې هم د څه کم اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه فعاله او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اوبو رسولو دغه شبکه چې ۶,۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د فرا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د یونیسف په مالي ملاتړ د فرا د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د خبرپاڼې د مالوماتو په اساس د اوبو رسولو له دغه شبکې څخه به د سیمې ۶۰۰ کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې استفاده کوي.




