کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلخ کې د ۹۰ ميلیونه افغانیو په لګښت د پنبې د پروسيس فابریکه جوړه شوه

د بلخ د ولایت مقام په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دې ولایت کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د فيض محمد یوسفزي په نوم د پنبې دپروسیس یوه فابریکه جوړه شوه. ‏خبرپاڼه کې راغلي، چې دې فابریکې نن جمعه (د سپتمبر ۱۵مه) د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ په چهل کزي سیمې کې فعالیت پیل کړ. د بلخ ولايت د صنايع او معادن خوني رئیس امام الدين…

2023-09-15 08:07 55۱ دقیقې لوستل
بلخ کې د ۹۰ ميلیونه افغانیو په لګښت د پنبې د پروسيس فابریکه جوړه شوه

د بلخ د ولایت مقام په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دې ولایت کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د فيض محمد یوسفزي په نوم د پنبې دپروسیس یوه فابریکه جوړه شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دې فابریکې نن جمعه (د سپتمبر ۱۵مه) د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ په چهل کزي سیمې کې فعالیت پیل کړ.

د بلخ ولايت د صنايع او معادن خوني رئیس امام الدين سنايي زاده ويلي، د دغه فابريکې په رامنځته کېدو سره ۱۰۰ هېوادوالو ته پهمستقیم ډول او په زرهاوو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمينه برابرېږي.

د بلخ ولایت بزګرانو د دې فابریکې په جوړېدو خوښي ښايي.

دوی له مسؤلینو غواړي، څو بلخ کي د بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو، زراعتي کودونو، د امراضو په مقابل کي د دواوو، د حاصلټولولو څخه وروسته د ساتن ځایونو او معیاري لابراتورونو په برخه کي جدي ګامونه واخلي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب