کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلنکن: نور خپل ځواکونه د وژلو لپاره افغانستان ته نه لېږو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین یو وار بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راوتلو دفاع کړې.هغه ویلي، د بایډن پرېکړه پرځای وه او دوی به بیا خپل ځواکونه افغانستان ته د وژلو لپاره ونه لیږي.نوموړي ویلي، د بایډن پر وخت اقدام د دې سبب شو، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له بې ځایه وینې توېېدو مخنیوی وشي.بلن…

2023-09-10 20:10 40۱ دقیقې لوستل
بلنکن: نور خپل ځواکونه د وژلو لپاره افغانستان ته نه لېږو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین یو وار بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راوتلو دفاع کړې.
هغه ویلي، د بایډن پرېکړه پرځای وه او دوی به بیا خپل ځواکونه افغانستان ته د وژلو لپاره ونه لیږي.
نوموړي ویلي، د بایډن پر وخت اقدام د دې سبب شو، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له بې ځایه وینې توېېدو مخنیوی وشي.
بلنکین ویلي، نه یې غوښتل چې نور دې د امریکا ځوان نسل تباه شي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا جمهوري غوښتونکي له افغانستان څخه په بې بندوباره شکل د امریکایي ځواکونو په وتلو نیوکه کوي.
دوی وایي، امریکا افغانستان یوازې پرېښود او خپل ځواکونه یې په غیر مسؤلانه شکل راووېستل.
د یادونې ده چې امریکا په افغانستان کې له شل کلن نظامي حضور وروسته له طالبانو سره په دوحه کې تر اتلس میاشتو خبرو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په یو دېرشمه نېټه له افغانستان څخه ووته.
که څه هم له تېرو دوه کالو راهیسې د امریکا د کانګرس غړي، جمهوري غوښتونکي او یو شمېر نور جنرال تل د بایډن پر ادارې دا نیوکې لري؛ خو بایډن تل له خپلې دې پرېکړې دفاع کړې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب