د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر اېکس ټولنیزه پاڼه ليکلي، چې واشنګټن د افغانستان لوېديځ کې د زلزلې اغېزې په دقت سره څاري.
هغه زياته کړې: «زموږ بشردوستانه همکاران د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره بېړنۍ مرستې کوي.»
د افغانستان په لوېدېځ کې د شنبې ورځې زورورې زلزلې درانه تلفات اړولي دي.
د وروستیو شمېرو له مخې د دغو زلزلو له امله تر اوسه ۲۶۰۰ کسان وژل شوي دي او تر دوه زرو ډېر نور ټپیان دي.
سرپرست حکومت د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ځانګړې کمېسيون د جوړولو اعلان کړی دی. حکومت وايي، دغه کمېسيون هڅه کوي، زلزله ځپلو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې هم د زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو لړۍ پیل شوې ده. پر دې مرستې سربېره د عزيزي بنسټ مشر، ميرويس عزيزي هم تېره ورځ زلزله ځپلو سره د ۲۰۰ ميليونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ.




