کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنيو چارو وزارت د روږدو پر روغتون برید په سخت ټکو غندلی

 بهرنيو چارو وزارت پر اېکس ليکلي، د دغه وزارت د مشر له لوري بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان له استازو سره په يوه انلاين غونډه کې د پاکستان د وروستي برید په تړاو معلومات شریک شوي دي. دغه وزارت زیاتوي، بهرنیو هېوادونو کې قونسلګريانو ته ويل شوي، چې د دغه برید په تړاو دې د ا.ا دریځ تر نړيوالو ورسوي. خبر پاڼه کې ليکل شو…

2026-03-18 02:18 118۱ دقیقې لوستل
بهرنيو چارو وزارت د روږدو پر روغتون برید په سخت ټکو غندلی

 بهرنيو چارو وزارت پر اېکس ليکلي، د دغه وزارت د مشر له لوري بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان له استازو سره په يوه انلاين غونډه کې د پاکستان د وروستي برید په تړاو معلومات شریک شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي، بهرنیو هېوادونو کې قونسلګريانو ته ويل شوي، چې د دغه برید په تړاو دې د ا.ا دریځ تر نړيوالو ورسوي.

خبر پاڼه کې ليکل شوي، دغه وزارت بريد په کلکو ټکو غندي او د بشري اصولو او ملي حاکمیت نقض یې ګڼي.

ياده دې وي، چې دغه برید کې ۴۰۸ تنه ووژل شول او ۲۶۵ نور ټپيان شول.

افغان بیا ويلي، له پاکستان سره یې ديپلوماسي ختمه ده او د بريد ځواب ترې حتمن اخلي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب