کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنيو چارو وزارت: د يوناما راپور کې پرمختګونه له پامه غورځول شوي او پېښې پکې سترې ښودل شوي

  کابل (کوه نور، ۱۸ اسد ۱۴۰۴): افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" د جبري راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه د وروستي راپور څېړنه ترسره شوې ده. د یاد دفتر لخوا په خپاره شوي راپور کې راغلي چې له ایران او پاکستانه په جبري توګه راستنېدونکو افغان کډوال د سرپرست حکومت لخوا د شکنجې، انتقامي چلند، بې دلیل…

2025-08-10 13:49 122۲ دقیقې لوستل
بهرنيو چارو وزارت: د يوناما راپور کې پرمختګونه له پامه غورځول شوي او پېښې پکې سترې ښودل شوي

 

کابل (کوه نور، ۱۸ اسد ۱۴۰۴):

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" د جبري راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه د وروستي راپور څېړنه ترسره شوې ده.

د یاد دفتر لخوا په خپاره شوي راپور کې راغلي چې له ایران او پاکستانه په جبري توګه راستنېدونکو افغان کډوال د سرپرست حکومت لخوا د شکنجې، انتقامي چلند، بې دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دغه راپور کې د یادو شویو ستونزو د څېړلو په موخه سرپرست حکومت د ریاست الوزرا مقام د حکم پر اساس؛ د بهرنیو چارو وزارت په مشري، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایتو وزارت، د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست په غړیتوب کمېسیون ته دنده سپارل شوې وه چې یاد راپور دي په هر اړخیزه توګه وڅېړي او د پېښو د کره والي په صورت کې دي له اړوندو ارګانونو او غیر کره والي په صورت کې دي د یوناما له دفتر وضاحت وغواړي.

وروسته د دې حکم له صادرېدو یاد کمېسیون د خپلې څېړنې پایلې شریکې کړې چې پکې ویل شوي، یاد راپور کې په محدود ډول د یو شمېر مثبتو اقداماتو یادونه شوې، له را ایستل کېدونکو کډوالو سره د سرپرست حکومت د چارواکو او نورو غړو د مرستې پر ځای پکې د کلمو په ناسمې کارونې سره هڅه شوې چې حقایق تحریف، ذهنونه مغشوش او کډوال اندېښمن کړي.

د یاد کمېسیون د څېړنې د پایلو راپور ڪې راغلي، د یوناما راپور زیاتره د یو شمېر انفرادي اشخاصو تجربې شریکې کړې چې د ادعاوو پر بنسټ له ستونزو  سره مخ شوي دي؛ حال دا چې د هغه میلیونونو افغانانو مثبتو پایلو ته چې په امن، با عزته او باثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي نه دي کتل شوي او سترګې یې ورباندې پټې کړې دي.

راپور کې ویل شوي، د یوناما لخوا خپور شوی راپور یواځې د ۴۹ تنو سره د مرکو کولو پر اساس جوړ شوی؛ په داسې حال کې چې په میلیونونو افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب