کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنيو چارو وزارت سرپرست: د هېواد اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی

بهرنيو چارو وزارت سرپرست کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما له مشرې روزا اتونباييفا سره د هېواد په اقتصادي، بشری او پرمختيايي وضعیت خبرې کړي دي. د دغه وزارت ویاند مرستیال پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، سرپرست وزير د نړيوال بانک هغه راپور ته په اشارې چې له مخې یې افغانستان په يوه کال کې ۲۷ سلنه اقتصادی…

2025-01-21 21:47 84۱ دقیقې لوستل
بهرنيو چارو وزارت سرپرست: د هېواد اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی

بهرنيو چارو وزارت سرپرست کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما له مشرې روزا اتونباييفا سره د هېواد په اقتصادي، بشری او پرمختيايي وضعیت خبرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند مرستیال پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، سرپرست وزير د نړيوال بانک هغه راپور ته په اشارې چې له مخې یې افغانستان په يوه کال کې ۲۷ سلنه اقتصادی پرمختګ کړی ويلي، د افغانستان اقتصاد له ثبات ورسته مخ پر وده روان دی‌.

خبر پاڼه کې راغلي، حکومت د هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره نور پلانونه هم لري په بشپړېدو سره به يې پرمختګونه راشي.

په همدې حال کې د يوناما مشرې ويلي، افغانستان سره يې پرمختيايي برخو کې مرستې له بشري مرستو ډېرې شوي دي.

نوموړې دغه چاره مثبت بدلون ياد کړی او ډاډ يې ورکړی چې لا به ادامه کوي.

سرچینې دغه راز ويلي، اغلې روزا د سرپرست حکومت اقتصادي هڅې ستايلي او ويلي يې دي چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې به يې شریکې کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب