کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنيو چارو وزير: درېيم پړاو مذاکراتو کې پاکستان هېڅ ډول مسووليت منلو ته چمتو نه وو

د بهرنيو چارو وزير م.ا‌.م نن له خپل ايراني سيال سيد عباس عراقچي سره ټيليفوني خبرې کړې دي. بهرنيو چارو وزارت ليکلي، دغه خبرو کې پر دوه اړخيزو اړيکو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ستونزو پر حل ټينګار شوی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، عراقچي ويلي، هېواد یې چمتو دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو په ب…

2025-11-09 04:21 203۱ دقیقې لوستل
بهرنيو چارو وزير: درېيم پړاو مذاکراتو کې پاکستان هېڅ ډول مسووليت منلو ته چمتو نه وو

د بهرنيو چارو وزير م.ا‌.م نن له خپل ايراني سيال سيد عباس عراقچي سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

بهرنيو چارو وزارت ليکلي، دغه خبرو کې پر دوه اړخيزو اړيکو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ستونزو پر حل ټينګار شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، عراقچي ويلي، هېواد یې چمتو دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

همدې حال کې بيا د بهرنيو چارو وزير ويلي، پاکستان ته ښه نيت لري او غواړي خپلې ستونزې ورسره د خبرو له لارې حل کړي‌.

نوموړي زياته کړې، د مشرتابه په هدايت يې باصلاحيته پلاوی د خبرو لپاره استولی وو، چې همدا له پاکستان سره د ښه نيت ښکارندوی کوي، خو پاکستان په مذاکراتو کې هیڅ ډول مسووليت منلو ته چمتو نه وو.

عراقچي د بهرنيو چارو له وزير سره داسې مهال اړيکه نيسي چې نوموړي نن له خپل پاکستاني سیال سره هم تيليفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشالې په حل ټينګار کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې پړاوه مذاکرات پرته له کومې پايلې پای ته ورسېدل، خو اوربند به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوام کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب