کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنيو چارو وزير: د افغانستان پر بانکي سکټور دې لګېدلي بندیزونه لرې شي

  د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي له مرستیالې، روزمېري ډي‌کارلو سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر بانکي سکټور لګېدلي بندیزونه دې پای ته ورسېږي او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ دې آزادې شي. ښاغلي متقي همدارنګه له افغانستان څخه بهر د مخدره موادو د کښت په اړه اندېښنه…

2026-01-24 08:20 121۱ دقیقې لوستل
بهرنيو چارو وزير: د افغانستان پر بانکي سکټور دې لګېدلي بندیزونه لرې شي

 

د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي له مرستیالې، روزمېري ډي‌کارلو سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر بانکي سکټور لګېدلي بندیزونه دې پای ته ورسېږي او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ دې آزادې شي.

ښاغلي متقي همدارنګه له افغانستان څخه بهر د مخدره موادو د کښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې کتنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ تعامل، همغږي او همدارنګه د دوحې پروسې ناستې، د بحث نور مهم موضوعات وو.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیاله، نن د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې او ټاکل شوې، چې له نورو افغان چارواکو او لورویو سره هم لیده کاته وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب