د بهرنیو چارو وزير د ديپلوماسۍ انستیتوت د پنځمې دورې فارغو زدکړيالانو په فراغت غونډه کې ويلي، پاکستان سره مذاکرات ځکه ناکام شول چې دغه هېواد هیر مسوولانه غوښتنې لرې.
هغه زياته کړې، پاکستان په دغه مذاکرات کې له اسلامي امارت غوښتي وو چې د اسلام اباد امنيت دې تضمين کړي.
مولوي امیر خان متقي ويلي، افغانستان په پاکستان کې سوله ساتي ځواکونه نلري او نه هم پاکستان د يوې ولسوالي اندازه سيمه ده چې امنيت يې خوندي کړي.
هغه همداراز ويلي، پاکستان له افغان لوري غوښتي وو چې د پاکستان خلاف جنګېدونکې ډلې دې افغانستان ته ولېږدوي.
م.ا.م په د تعجب په اندازه ويلي: « افغانستان لېونی نه دی چې پردي غمونه خپل کور ته راوړي.»
نوموړي خپلو خبرو کې ويلي، له پاکستان يې غوښتي چې داعش ډلې ته دې پناه نه ورکوي او نه دې خپله فضا د افغانستان خلاف کاروي.
هغه زياته کړې، له تېرو څلورو کلونو راهيسې د پاکستان فضا د افغانستان خلاف کارول کيږي.
بهرنيو چارو وزير: پاکستان په مذاکراتو کې له مونږ غوښتي وو چې اسلام اباد کې امنيت تضمين کړئ
د بهرنیو چارو وزير د ديپلوماسۍ انستیتوت د پنځمې دورې فارغو زدکړيالانو په فراغت غونډه کې ويلي، پاکستان سره مذاکرات ځکه ناکام شول چې دغه هېواد هیر مسوولانه غوښتنې لرې.هغه زياته کړې، پاکستان په دغه مذاکرات کې له اسلامي امارت غوښتي وو چې د اسلام اباد امنيت دې تضمين کړي.مولوي امیر خان متقي ويلي، افغانستان په پاکستان کې سوله…

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.



